Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بګرام په اړه د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته د اسلامي امارت غبرګون

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۴): اسلامي امارت د بګرام هوایي ډګر بېرته نیولو په اړه د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، ا.ا ته د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا تر هر څه مهم دي او واشنګټن باید د ناکامو تجربو پر ځای نوې، عقلاني او واقعبینانه تګلاره غوره کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې څو ځلې د بګرام هوایي ډګر د بېرته نیولو خبره کړې او ویلي یې دي: «موږ د بګرام ترلاسه کولو لپاره له هرې لارې هڅه کوو؛ دا به یو بېړنی خبر وي… ځکه هغوی [اسلامي امارت] له موږ ځیني نور شیان غواړي، موږ غواړو دغه اډه بېرته ترلاسه کړو.»

ټرمپ د تېرې شنبې ورځ ګواښ وکړ، «که افغانستان د بګرام هوايي اډه بېرته امریکا ته ونه ‌سپاري نو بده پېښه به وشي.»

خو د اسلامي امارت د مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت پر اېکس‌پاڼه نن خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي امارت د شرعي اصولو په رڼا کې د خپل متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو او مشترکو ګټو پر اساس مثبتې اړیکې غواړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، امریکا ته په ټولو دوه اړخیزو مذاکراتو کې روښانه شوې چې د اسلامي امارت لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا تر هر څه ډېر اهمیت لري.

سرچینې لیکلي، د دوحې هوکړه‌لیک کې امریکا ژمنه کړې چې «د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه کوي.»، نو په کار ده چې دوی پر خپلو ژمنو ودرېږي.

خبرپاڼه کې راغلي، پر دې اساس یو ځل بیا یادونه کېږي چې د تېرو ناکامو تجربو د تکرار پر ځای باید عقلاني او واقعبینانه تګلاره خپله شي.

بلخوا بیا د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت نن په یوه ناست کې ویلي، په دې وروستیو کې د ځینو له خوا غږونه پورته کېږي چې دوی له اسلامي امارت سره د بګرام هوايي ډګر د بېرته نیولو په اړه په خبرو بوخت دي.

هغه زیاته کړې، خلکو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد په یوه لوېشت خاوره هم تعامل امکان نه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.