Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: د ډيورنډ له فرضي کرښې سره پرتو سیمو کې شاوخوا ۳۴۳ رغنیزې پروژې پلې کېږي

خوست‌ښار (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چارواکي وايي، د ډيورنډ له فرضي کرښې سره پرتو سیمو کې د خلکو د ستونزو هواري په موخه د یو میلیارد افغانیو په لګښت ۳۴۳ بېلابېلو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي فرمان پر اساس د دولت له ځانګړې بودجې تمویلېږي او په اوو ولایتونو نورستان، ننګرهار، کونړ، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې عملي کېږي.

په همدې لړ کې تېر مازدیګر د پکتیا په ډنډپټان او اریوب ځاځي ولسوالیو کې د ۵۷ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۳ پروژو چارې پیل شوې.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي محمداسماعيل غزنوي د دغو پروژو د پيل پر مهال وويل چې په دې پروژو کې د پلونو، سړکونو، مواصلاتي لارو، روغتيايي کلينيکونو، ښوونځيو او ديني مدرسو جوړول شامل دي.

غزنوي زیاته کړه: «د هېواد په کچه زموږ رسمي سرحدونه او د ډيورنډ فرضي کرښه ځانګړې بودجه لري چې د امیرالمؤمنین له لوري منظوره شوې ده. دا مهال په اوو ولایتونو کې پروژې پیل شوې او په نورو سیمو کې به هم پرله‌پسې عملي کېږي.»

هغه په خپلو خبرو کې وويل چې له دغو رغنيزو پروژو به د ډيورنډ له فرضي کرښې سره د يادو لرو پرتو سيمو لسګونه زره اوسېدونکي برخمن شي.

هغه زیاته کړه: «نورې پروژې به هم د تخنیکي چارو تر بشپړېدو وروسته پلې او پرانيستل شي، خو نن په رسمي ډول د دې ۱۳ پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه پروژې په بېلابېلو برخو کې عملي کېږي.»

د ډنډپټان او اریوب ځاځي اوسېدونکي وايي چې له دې مخکې د رغنیزو پروژو برخه کې هلته هيڅ کار نه دی شوی.

د ډنډپټان د قیمتي سیمې یوه اوسېدونکي دولت‌خان پژواک ته وویل، د رغنیزو پروژو پر پیلېدو خوښ دی او هیله لري چې د خلکو ډېرې ستونزې، په ځانګړي ډول د اوبو، روغتیايي خدمتونو او پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې حل شي.

هغه زیاته کړه: «موږ د اوبو برخه کې پروژو ته اړتيا لرو، ځمکې مو ټولې شنډې دي، اوبه نه لرو. کلينيک مو تعمير نه لري، په کرايي ځای کې دی او بل د څښلو پاکو اوبو برخه کې له ډېر تکليف سره مخ يو، چا ته صفا اوبه نه رسېږي.»

د يادې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي نورسلام پژواک ته وويل: «موږ سړک ته اړتیا لرو، مخکې ویل شوي وو چې له ډنډپټانه تر مرکز ګردېز پورې به بیارغول کېږي، خو اوس که له ډنډپټانه تر قيمتۍ سيمې پورې سړک ترميم شي، هم ښه دی.»

د مسوولينو د معلوماتو له مخې، ښايي په نږدې راتلونکي کې د هېواد په يو شمېر نورو هغو ولايتونو کې چې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پراته دي، ورته رغنيزې پروژې پيل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.