Language

غزني کې ٧٢ کیلوګرامه تریاک کشف او ترلاسه شوي

غزني‌ښار ( پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې ۷۲ کیلوګرامه تریاک کشف او ترلاسه او په تړاو یې دوه کسان نیول شوي دي.

د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اندازه تریاک د غزني ولایت د مرکز اړوند د البدر څلورلارې سیمه کې کشف او ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه نشه‌یي توکي چې پر دوو موټرو کې بار وو، له بدخشانه راوړل شوي وو او هلمند ولایت ته لېږدول کېدل.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې په دې تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي او له څېړنو وروسته به یې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.

Related Topics