کابل (پژواک، ۳۰ وږي ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، بریتانیا، کاناډا او اسټرالیا فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیتوپېژانده.
د بيبيسي راپور له مخې، لومړي وزیر کېیر سټارمر د بریتانيا لخوا د فلسطين دولت په رسميت پېژندلو اعلان وکړ.
هغه ویلي: «نن ورځ، د فلسطینیانو او اسرائيلیانو لپاره د سولې او دوو دولتونو د حل لارې د هیلې بيا راژوندي کولو په موخه، بریتانیا پهرسمي توګه د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده.»
راپور کې راغلي، د یکشنبې پر ورځ کاناډا د جي۷ لومړنی غړی هېواد شو چې فلسطین یې په رسمیت وپېژنده، ورپسې استرالیا اعلانوکړ چې د کاناډا پر پله ځي او د فلسطین دولت په رسمیت پېژني.
سرچینې د معلوماتو له مخې، د بلجيم او د فرانسې په ګډون يو شمېر نور هېوادونو به د ملګرو ملتونو د سرمشريزې پر مهال فلسطین پهرسميت وپېژني.
تېر کال اسپانیا، ایرلنډ، ناروې فلسطینی دولت په رسمیت وپېژاند او هیله یې وښوده چې دا به د حماس او اسرائیلو ترمنځ اوربند ته لارههواره کړي.
د فلسطین دولت دمګړۍ د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې ۱۴۷ هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی. په ملګرو ملتونو کې فلسطین د ‘دایمي څارونکي دولت‘ حالت لري چې په غونډو کې یې ګډون کولی شي، خو د رایې ور کولو حق نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP