Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

برېتانیا نن فلسطین هېواد په رسمیت پېژني

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د برېتانیا لومړی وزیر کي‌یر سټارمر نن ماښام (یک‌شنبه) په یوه بیانیه کې اعلان وکړي چې فلسطین هېواد په رسمیت پېژني.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، ټاکل شوې برېتانیا نن وروسته له هغه چې اسرائیل ونه شو کولای په جولای کې د سټارمر له‌ لوري ټاکلي شرایط پوره کړي، فلسطین په رسمیت وپېژني.

ورته مهال، بي‌بي‌سي انګلیسي هم په یوه راپور کې ویلي چې دغه ګام د برېتانیا په بهرنۍ تګلاره کې د یوه ستر بدلون ښکاروندویی کوي.

راپور کې راغلي چې دغه پرېکړه د اسرائیل له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

سټارمر په جولای میاشت کې ویلي وو چې که وضعیت ښه نه شي نو د ملګرو ملتونو عمومي سازمان د راتلونکې اونۍ له ناستې مخکې به فلسطین په رسمیت وپېژني.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د پرتګال د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چې نن (یک‌شنبه) فلسطین په رسمیت پېژني.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.