Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ ۹۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، غزه کې د اسرائیلو د تېرې ورځې هوایي او ځمکني بریدونو کې ۹۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې د غزې د روغتیایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې پرون شنبې ورځ غزه کې د اسرائیلو په هوایي او ځکمني بریدونو کې ۹۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې لیکلي، پرون د غزې ښار تر ټولو لوی الشفا روغتون د رییس ډاکټر محمد ابو سلمیه کور هم په نښه شوی چې د هغه د کورنۍ لږ تر لږه پنځه غړي په‌کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، غزه کې د اسرائیلو بریدونو له پيل راهیسې تر ۶۵ زره ډېرو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۶۵۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې عربي – اسلامي هېوادونو بېړنۍ سرمشریزه چې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) په دوحه کې جوړه شوه، د «اسرائیلو د تېريو» بندېدو او پر وړاندې یې د قانوني او اغېزناکو اقداماتو – لکه بندیزونه او د هېوادونو له لوري له اسرائیل سره د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو پای ته رسولو غوښتنه وکړه او دغه‌راز غونډه کې ټینګار وشو چې پایدراه سوله یوازې د اشغال د پای ته رسېدو او د فلسطینیانو د حقونو د تامین له لارې شونې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.