Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«په خپل‌سري توګه د اېچ‌پایلوري درملنه جدي پایلې درلودای شي»

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۴): روغتیایي متخصصین خبرداری ورکوي چې په خپل‌سري توګه د اېچ‌پایلوري درملنه – چې د معدې له ډېرو عامو باکتریايي عفونتونو ده – کولای شي په معده کې د شدیدو زخمونو او ان په ځینو مواردو کې د سرطان لامل شي.

اېچ‌پایلوري څه ډول ناروغي ده؟

په کابل کې د عمومي داخلې متخصص او د هضمي جهاز او انډوسکوپي فوق تخصص نجیب‌الله شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې «اېچ‌پایلوري» یو میکروب یا انتان دی چې د هاضمې په سیسټم، په ځانګړي توګه معده کې التهاب رامنځته کوي.

هغه وايي، هغه کسان چې پر «اېچ‌پایلوري» اخته کېږي، ځیني وخت له ۵۰ تر ۵۵ سلنه یې هيڅ ډول نښې او علایم نه لري خو په حادو حالتونو کې یې علایم ښکاره کېدای شي، تر ټولو عامې نښې یې د معدې سوځېدل یا د زړه جوش، د معدې او د شا د تختې درد، زړه بدوالی، د ژر مړېدنې احساس، د نس پړسوب او باد، له خوړو وروسته د نس دروندوالی او سردرد دي.

د ډاکتر شېرزاد په خبره، دغه نښې او علایم په هر شخص کې توپیر کوي او د هر سړي په وضعیت پورې تړلي وي.

نوموړی وايي، دغه انتان کولای شي د اخته کس له مدفوع، د خولې د لاړو، ګډو وسایلو، د ناپاکو اوبو څښلو او یا هم د ککړو خوړو له لارې بل کس ته انتقال شي.

هغه د یادې ناروغۍ مخنیوي په اړه وايي: «د دغه انتان د مخنیوي لپاره باید زموږ د څښاک اوبه پاکې وي، کومې مېوې او ترکارۍ چې کاروو، په ښه ډول ومینځل شي، غوښه ښه پخه شي او لبنیات پاک وي.»

په خپل‌سري توګه د «اېچ‌پایلوري» درملنه خطر رامنځته کولای شي

ډاکټر شېرزاد وايي، په افغانستان کې ډېری خلک ناروغي په لومړیو کې جدي نه نیسي او په خپل‌سري توګه یې درملنه کوي چې په ځینو مواردو کې یې ناوړه پایلې درلودلې دي.

هغه وايي: «د درملو خپل‌سرې کارونه نه یوازې دا چې ناروغي نه شي ښه کولای، انتان هم له منځه نه وړي او دغه‌راز ګټورې باکتریاوې له منځه وړي او هضمي ستونزې رامنخته کوي. یو شمېر ناروغان چې موږ ته راځي، په خپل‌ سر یې له درملو، د درملو له چمتو کېټونو یا له هغو درملو چې په ټولنیزو شبکو کې اعلانېږي، استفاده کړې وي او دغه‌راز کله کله داسې هم کېږي چې په کور کې یې یو چا په خپل سر د اېچ‌پایلوري درملنه کړې او ښه شوی وي نو بل کس پرته له دې چې ډاکټر ته ورشي، د هغه کس نسخه اخلي او کاروي یې، موږ داسې موارد ډېر لرو.»

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه ناروغان هغه وخت موږ ته راځي چې ناروغي سخته شوې وي، ډېرو کورنۍ او یوناني درملنه کړې وي، په خپل ‌سر یې له درملتونونو دوا اخیستې وي چې ناروغ د لږ وخت لپاره ښه کوي، خو وروسته یې ناروغي سختوي.»

هغه وايي چې د اېچ‌پایلوري انتانات د معدې د میکروبي کېدو او زخم لامل کېدای شي. د نننیو څېړنو پر بنسټ، هغه زخمونه چې په معده کې جوړېږي، کېدای شي د هاضمې د سیسټم او د معدې د سرطانونو لامل شي.

د هغه په خبره، په هېواد کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو کره شمېر نشته، خو اټکل کېږي چې ۸۰ سلنه خلک له دې ناروغۍ زنځ وړي. دغه ناروغي ځیني وخت نښې نښانې لري، خو په ځینو مواردو کې هیڅ نښه هم نه لري.

ډاکټر شېرزاد له هېوادوالو وغوښتل چې هیڅکله د کومې ناروغۍ لپاره په خپل سر درمل وانه خلي.

ناروغان، ناروغ‌لرونکي او د هغوی تجربې

د کابل د لسمې ناحیې اوسېدونکی اميد ایوبي وايي: «مور مې ناروغه وه، تکلیف لري، ډاکټر ته مې راوسته، معاینات یې ورکړل، معلومه شوه چې اېچ‌پایلوري لري، دوا یې ورکړه.»

هغه په خپل سر د درملو کارولو په اړه وویل: «له بده مرغه چې هېوادوال له کورني یا یوناني درملو استفاده کوي، څو ځلې زما مور هم استفاده کړه، نتیجه یې ورنه کړه، د معدې د درد له امله کله کله اومیپرازول کپسول هم استفاده کوي.»

په همدې حال کې، د کابل د خیرخانې اوسېدونکی انجنیر فرهاد وايي: «د معدې د تکلیف له امله ډاکټر ته راغلم، اېچ‌پایلوري لرم، څو ځلې نور مې تداوي هم کړې، پر وخت مې رسېدنه ونه ‌شوه کړای، لږ یې په تکلیف کړم، دا ځل بیا راغلم.»

هغه زیاته کړه: «یوناني ډاکټران بیا وايي چې له یوناني درملو استفاده وکړئ، ډېر تبلیغات کوي، ما خپله ځیني وخت استفاده ترې کړې، خو کومه ګټه مې یې نه ده لیدلې، ځیني وخت مې له دواخانې اومیپرازول هم اخیستي، هغه هم د لسو افغانیو فایده نه ده کړې.»

سرچینې وویل، څلور کال کېږي تکلیف لري، مخکې د درملنې لپاره هند ته تللی، معده یې زخم وه، خو اوس یې زخم جوړ شوی دی.

د دغه ښار یو اوسېدونکی چې پر اېچ‌پایلوري اخته و، خو به خپل‌سرې توګه یې د معدې له اراموونکو درملو لکه انتي‌اسید او اومیپرازول څخه استفاده کوله، وروسته له هغه چې د معدې تکلیف یې ډېر شو او ډاکټر ته یې مراجعه وکړه، پوه شو چې د خپل‌سرې درملنې او ډاکټر ته د نه مراجعې له امله یې اېچ‌پایلوري د معدې پر سرطان بدله شوې ده.

هغه په دې اړه د ډېرو خبرو له کولو او د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو په یوه پيغام کې یې له خلکو وغوښتل چې هيڅ ناروغۍ ته دې په کمه سترګه نه ‌ګوري او باید ډاکټر ته مراجعه وکړي څو د ده له برخلیک سره مخ نه‌شي.

په ټولنیزو شبکو کې د اېچ‌پایلوري درملنې لپاره د یوناني درملو تبلیغات

په ټولنیزو پاڼو کې د معدې ناروغیو لکه اېچ‌پایلوري او د معدې زخم درملنې لپاره د یوناني درملو پراخ تبلیغات خپرېږي؛ پلورونکي ادعا کوي چې دغه درمل سل سلنه یوناني دي او عوارض نه‌لري او د څو ورځو په خوړلو سره یې ناروغي د تل لپاره ښه کوي.

فېسبوک ټولنیزه پاڼه کې په یوه ویډیو کې ویل شوي: «د معدې یوناني کپه، د معدې زخم، اېچ‌پایلوري، د معدې سوخت، د معدې باد، د معدې التهاب چې له څه باندې ۱۸ ډوله بوټو جوړه شوې، یوازې د ۱۵ ورځو په استفادې یې د معدې له تکلیف سره مو د تل لپاره مخه ښه وکړئ، سل په سلو کې په ضمانت.»

سرچینې لیکلي، دغه یوناني کپه له ۱۸ کلنو د پورته کسانو لپاره ده، له هغو کسانو چې له دغو درملو استفاده کوي غوښتي چې دغه درمل دوامداره وخوري.

ورته مهال په یوه بله فېسبوک‌پاڼه کې راغلي: «هغه کسان چې د معدې ستونزې یا د معدې اېچ‌پایلوري، د معدې بدهضمي، د معدې درد، د بدن کمزورتیا او کمه اشتها لري، زموږ له یوناني درملو دې حتما کار واخلي، نتیجه یې سل په سلو کې ده.»

کاروونکو یادو پسټونو ته بېلابېل نظرونه لیکلي.

د «ستورو قافلې» په نوم د فېسبوک یوه کاروونکي د یادو پوسټونو د تبصرو برخه کې لیکلي: «هسې بد کوئ، د طبابت په کومو اصولو درمل پلورئ.»

خو د ایمل نادري په نوم یوه بل کس بیا لیکلي: «د دغو درملو بیه څو ده، پته مو چېرته ده.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.