کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د اقتصادي کمېسیون ناسته کې د کاني موادو د پروسس او صادراتو د پاليسۍ مسوده او د هېواد په بندرونو کې د لابراتواري کمپلېکس جوړولو طرحه تایید شوه.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصاي کمېسیون غونډه وشوه.
سرچینې لیکلي چې په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت د کاني موادو د پروسس او صادراتو د پاليسۍ مسوده وړاندې کړه او له هر اړخیز بحث وروسته تایید شوه.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پاليسۍ موخه له نړۍوالو معیارونو سره سم د کاني موادو د پروسس، په هېواد کې د کانونو برخه کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګې د جذب، د کاني توکو د پروسس او صادراتو لپاره د اړوندو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ، سیمهییزو او نړۍوالو بازارونو ته د سوداګرو په لاسرسي کې د اسانتیا او د کانونو برخه کې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې ناسته کې دغهراز د هېواد په بندرونو کې د لابراتواري کمپلېکس جوړولو طرحې د څېړنې په اړه د ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې شو چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته تایید شوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه لابراتواري کمپلېکس کې ۹ وزارتونه او تاسیاتي ادارې په پام کې نیول شوې او هر لابراتوار پر ۴۰ جريب ځمکه جوړېږي.
اقتصادي کمېسیون د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې په دې ناسته کې پر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د وروستۍ پرېکړې لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر ته ولېږل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP