Language

افغان سوک‌وهونکي رفیع یاري خپل امریکایي سیال ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۴): د سوک‌وهنې افغان لوبغاړي رفیع یاري په واشنګټن ډي‌سي کې په یوه سیالۍ کې خپل امریکایي سیال ته ماته ورکړې ده.
افغان سوک‌وهونکي رفیع یاری تېره شپه پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي: «ومې کړی شو چې خپل قوي سیال ته د امتیازونو په توپیر ماته ورکړم.»
د راپورونو له مخې، د افغان سوک‌وهونکي رفیع یاري او امریکایې سوک‌وهونکي ترمنځ سیالي د امریکا په واشنګټن ډي‌سي ایالت کې د سوک‌وهنې په یوه سازمان کې ترسره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغانستان د موی‌تای وتلي ورزشکار قهرمان شاهین د ټایلنډ په سیالیو کې یوه ماتې وخوړه او یوه بریا یی ترلاسه کړه.