میدانښار (پژواک، ۳۱ وږي ۱۴۰۴): د میدان وردګو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي.
د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د سيدآباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار په لويه لار د دښت ټوپ په سیمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې په دغه پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د یادوني ده چې تېري جمعې په ورځ هم ددغي ولسوالۍ اړونده د شنیز درې په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله نهو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP