Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عامې روغتیا وزارت افغانستان کې د زړه ناروغانو د مړینو شمېر په اړه د ډبلېواېچ‌او راپور رد کړ

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۴): د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې د زړه ناروغي هر کال د ۴۰ زره افغانانو ژوند اخلي خو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت دغه ارقام رد کړي او ویلي یې دي چې له دوی سره ثبت شمېرې تر دې ډېرې کمې دي او نړۍوالې ادارې باید د ارقامو په خپرولو کې له دغه وزارت سره همغږي ولري.

د روغتیا نړۍوال سازمان په تازه راپور کې افغانستان کې د غیر ساري ناروغیو له امله د مړینو ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یوازې د زړه ناروغي هر کال د ۴۰ زره افغانانو ژوند اخلي.

راپور کې راغلي چې په افغانستان کې ۴۳ سلنه مړینې د سرطان، د زړه، شکرې او تنفسي ناروغیو له امله دي او اټکل کېږي چې دغه شمېر به ۲۰۳۰ کال پورې ۶۰ سلنې ته لوړ شي او افغانستان کې د سرطان تر ټولو ډېر قربانیان مېرمنې دي.

خو د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼه کې لیکلي: «د هغو معلوماتو او احصایو پر بنسټ چې له موږ سره موجود دي، دغه شمېرې دقیقې نه دي او زموږ له لوري ثبت شوي ارقام له دې څو چنده کم دي.»

سرچینه زیاتوي چې په ۲۰۲۴ کال کې د زړه د ناروغانو شاوخوا ۲۰ زره پېښې چې بستریز خدمتونه ورته وړاندې شوي، ثبت شوي خو دا د مړینې په معنا نه ده بلکې یوازې د بستر خدمتونه دي.

د روغتیا وزارت ویلي چې د روغتیا د نړيوال سازمان له لوري خپاره شوي ارقام ډېری وخت اټکلي وي او تر ټولو مهمه دا ده چې په دې وروستیو کې په دې برخه کې هېڅ ډول دقیقه سروی نه ده شوې؛ یوازې د روغتیايي مرکزونو شمېرې موجودې دي چې د نړيوال سازمان د ورکړل شويو احصایو په پرتله ډېرې کمې دي.

سرچینې لیکلي چې د عامې روغتيا وزارت دغه شمېرې ردوي او له نړیوالو ادارو غواړي چې د ارقامو په خپرولو کې له دغه وزارت سره همغږي وکړي څو د نیمګړو او ناسم معلوماتو د خپرېدو مخه ونیول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.