کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د سوریې ولسمشر احمد الشرع د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې غونډه کې د ګډون په موخه نیویارک ته رسېدلی او ټاکل شوې چې دې غونډې ته وینا هم وکړي.
رویټرز نن په یوه راپور کې ویلي چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع د ملکرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډه کې د ګډون په موخه د امریکا نیویارک ښار ته رسېدلی دی.
سرچینې لیکلي، له ۱۹۶۷ کال راهیسې به احمد الشرع لومړی سوریایي ولسمشر وي چې په دې غونډه کې ګډون کوي.
په راپور کې راغلي، ټاکل شوې الشرع به د عمومي اسامبلې په ۸۰مه غونډه کې چې سبا پیلېږي، خپله لومړۍ وینا هم وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP