غزنيښار (پژواک، ۱ تله ۱۴۰۴): د غزني ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست وایي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۱۷ بېلابېلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پروژو د پرانستې پر مهال د غزني د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد قاسم امیني وویل، په یادو پروژو کې د سړکونوجوړونه، د اوبو رسولو کانالونو ترمیم، د استنادي دیوالونو، پلونو او پلچکونو جوړول او نور بنسټیز کارونه شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، یادې پروژې د جغتو ولسوالۍ په ۱۰۴ کلیو کې پلي شوې دي، چې په وینا یې پر ټولو پروژو شاوخوا ۶۰ میلیونه افغانۍلګښت شوی، چې نړیوالې پراختیايي موسسې (CCDO) له لوري برابر شوی دی.
ده وویل، د دغو پروژو چارې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې، او په همدې موده کې په زرګونو کسانو ته د څه وخت لپاره د کارزمینه هم برابره شوې وه.
تر څنګ یې د نړیوالې پراختیايي موسسې ولایتي مسوول نبيالله صافي وویل، دغه موسسه هڅه کوي چې د لرې پرتو سیمو هغهاوسېدونکي چې له ډېرو خدمتونو بېبرخې پاتې شوي، تر خپلې وسې خدمتونو ته ورسېږي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د دې پروژو ترڅنګ به په راتلونکي کې هم د غزني په یو شمېر نورو لرېپرتو سیمو کې د خلکو د ستونزو د حل لپارههڅې جاري وساتي.
بل لور ته د دغو پروژو په پلي کېدو سره د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي د ښه راتلونکي په اړه هیلهمن شوي دي. هغوی وایي، دا هغه پروژېدي چې نه یوازې یې په لنډ مهال کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړه، بلکې د سیمې اقتصادي وده او ټولنیز وضعیت ته یې هم مثبت بدلونورکړ.
د جغتو ولسوالۍ یو قومي مشر حسنرضا خاكي پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادو پروژو په بشپړېدو سره د سیمې د خلکو ستونزې تریوه بریده کمې شوې دي، خو غوښتنه کوي چې د روغتیا، د سړکونو اساسي جوړولو، د پوهنې او د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په برخوکې هم ورته نورې پروژې پلې شي.
یاده دې وي چې جغتو یوه له هغو لرې پرتو ولسوالیو څخه ده چې په تېرو کلونو کې د بیارغونې او پراختیا په برخه کې ورته پام نه دیشوی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP