Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزارشریف ښار کې د تېلو یوه سرای کې اورلګېدنې شاوخوا ۸۰۰ زره افغانۍ زیان اړولی

مزارشریف (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): بلخ کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د نفتي توکو د پلور یوه سرای کې اورلګېدنې شاوخوا ۸۰۰ زره افغانۍ مالي زیان اړولی او د څه باندې ۱۰ میلیون افغانیو په ارزښت توکي له سوځېدو ژغورل شوي.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدعیسی وثیق پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار یوولسمې حوزې مربوطاتو کې د نفتي توکو په یوه مارکېټ کې اورلګېدنه رامنځته شوې وه.

نوموړي زیاته کړه، یاده اورلګېدنه له ذخیرې بېلر ته د پټرول تېلو د تخلیې پر مهال رامنځته شوې ده.

نوموړي څرګنده کړه چې د بلخ د امنیې قوماندانۍ پېښو ته د رسېدو او اطفایې عملیاتي مدیریت پرسونل سیمې ته رسېدلی او اور یې پر وخت مړ کړی دی.

هغه وايي چې یاده اورلګېدنه کې په تخمیني ډول شاوخوا اته سوه زره افغانۍ مالي زیان اوښتی او د لس میلیونه افغانیو په ارزښت د شاوخوا سرایونو د توکو له سوځېدو مخنیوی شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.