Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې ۴۰ زره څارویو ته د طاعون ناروغۍ ضد واکسین د تطبیق کمپاین پيل شو

پل‌علم (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې ۴۰ زره څارویو ته د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) له لوري د طاعون ناروغۍ ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شوی دی.

د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول قاري عبدالبصیر شاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه واکسین به د یوې میاشتې موده کې د لوګر د مرکز پل‌علم په ګډون اوو ولسوالیو کې د دغه ریاست د ويترنرانو له لوري وړو څارویو ته عملي شي.

هغه زیاته کړه، د واکسین دغه کمپاین له طاعون ناروغۍ د وړو څارویو خوندیتوب او د مالدارانو د دوامداره ملاتړ په موخه تطبیقېږي.

شاهد له مالدارانو وغوښتل چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له روغتیایي کارکوونکو سره د طاعون ناروغۍ ضد واکسین په تطبیق کې مرسته وکړي.

بلخوا، د لوګر یوه مالدار اخترمحمد پژواک ته وویل، خوښ دی چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري وړو څارویو ته د طاعون ضد ناروغۍ واکسین ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، هر کال لوګر کې د یادې ناروغۍ له امله د ځايي اوسېدونکو او کوچیانو سلګونه څاروي له منځه ځي.

د معلوماتو له مخې، طاعون ناروغي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۲ میلادي کال کې په افريقا کې وليدل شوه او اوس یې پېښې په افريقا، هند، منځني ختيځ او د افغانستان په ګډون يو شمېر نورو سيمو کې هم لیدل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.