Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ اسیا جام دویم پړاو سیالۍ؛ نن د سریلانکا او پاکستان ترمنځ لوبه کېږي

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې نن د پاکستان او سریلانکا لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اوریزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي چې د دغو سیالیو څلورو غوره لوبډلو پړاو کې نن د پاکستان او سریلانکا لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

د سریلانکا او پاکستان لوبډلو ترمنځ لوبه به د افغانستان پر وخت د ماښام اووه بجې پیل شي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې تر دې مهاله دوه لوبې ترسره شوي چې په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش سریلانکا ته ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې بیا پاکستان له هند څخه ماتې وخوړه.

د یادونې ده، د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو له ۹م سپټمبر راهیسې په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې چې په‌کې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه اخیستې، او د دغه سیالیو پای لوبه به د روانې میلادي میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.