Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل ښاروالي: پر دېوالونو له اجازې پرته د اعلانونو لیکل او لګول غیرقانوني دي

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د خپلو کورونو پر دېوالونو د اعلاناتو له لیکل کېدو او نصبېدو شکایت لري چې ښاروالي هم دغه کار ناقانونه بولي او خبرداری ورکوي چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

د یادونې ده، ځيني شرکتونه، ښوونځي، ښوونیز کورسونه، خصوصي کلینیکونه او نور د شپې له خوا په پټه او ناقانوني ډول خپل تبلیغاتي اعلانونه پر دیوالونو لیکي؛ هغه کار چې ښاریان یې له امله خپه کېږي او له ښاري فرهنګ سره یې په ټکر کې بولي.

د کابل ښاریان: د خپلو کورونو پر دېوالونو د اعلاناتو له لیکل کېدو ځورېږو

د کابل ښار اوسېدونکی غلام مجدد الفساني وايي، له دې امله چې د ځینو کسانو له‌ لوري یې د کور پر دېوالونو اعلانات لیکل کېږي، خپل د کور دېوالونه نه رنګوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ورځې یې رنګوو، شپه چې ویده کېږو، سهار وختي چې راویښ شو، وینو چې د کور دېوال له شمېرو، کارتونو او اعلاناتو ډک شوی، دغه کاز زموږ د دېوالونو ښکلا له منځه وړي.»

هغه دغه کار له ښاري فرهنګ سره په ټکر کې وباله او د کابل ښاروالۍ له مسوولینو یې وغوښتل چې د داسې کسانو مخه ونیسي.

ورته مهال، د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وحید نوابي وايي: «د خپل کور پر دېوالونو له اعلاناتو ستړی شوی یم، د دغه کار د دوام له امله د خپل کور دېوالونه اوس نه رنګوو، له ښاروالي غواړم چې د داسې کسانو مخه ونیسي.»

هغه دغه‌راز د شرکتونو له مسوولینو وغوښتل چې خپل اعلانات پر کاغذ چاپ او ښار کې یې پر خلکو ووېشي.

نوموړی وايي، هيڅکله یې له داسې اعلاناتو چې د کورونو پر دېوالونو لیکل یا لګول کېږي، استفاده نه‌ده کړې.

دغه‌راز، محمدصمیم چې د کابل ښار یو بل اوسېدونکی دی، ورته شکایت لري او دغه کار د ښاري فرهنګ خلاف بولي.

نوموړی د کابل له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې پر دېوالونو د اعلانونو بې‌اجازې لګول، ښار کې د لوډسپېکرونو کارولو په څېر بند کړي.

د ټولنیزو چارو کارپوه: پر دېوالونو د اعلانونو لیکل یا لګول بصري ککړتیا ده

د ټولنیزو چارو یوه کارپوه نجیب‌الله بهادر پژواک ته وویل چې د ښار پر دېوالونو د اعلانونو لیکل یا لګول یو ناوړه او د ښاري فرهنګ خلاف کار دی او د دېوالونو ښکلا له منځه وړي.

هغه زیاته کړه: «دا د بصري ککړتیا یوه څرګنده بڼه ده چې خلک یې په لیدو له روحي او رواني ستونزو سره مخ کېږي.»

نوموړي وړاندیز وکړ: «د دې ستونزې د حل لپاره باید خلک له هغو بېلبورډونو او ځانګړو ځایونو استفاده وکړي چې ښاروالۍ د اعلانونو لپاره ځانګړي کړي او که څوک سرغړونه وکړي، ښاروالۍ دې له قانوني لارو هغوی جریمه کړي.»

د کابل ښاروالي: ښاریان دې خپل تبلیغات له قانوني لارو وکړي

د کابل ښاروالۍ استازي عصمت‌الله بارکزي پژواک ته وویل چې ټول اعلانونه باید په معیاري او قانوني ډول ترسره شي؛ د اعلانونو لپاره بیلبورډونه او ځانګړي وسایل موجود دي او ښاروالۍ یې څارنه کوي.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه په ښار کې یو بد عمل دا دی چې ځیني کسان پر دېوالونو په غیرمعیاري ډول اعلانونه لګوي او یا یې لیکي چې دا هم بصري ککړتیا بلل کېږي.»

ده وویل: «کابل ښاروالي هغو کسانو ته چې دا عمل ترسره کوي، مستقیم خبرداری ورکوي چې د دغه کار د ترسره کولو هيڅ حق نه لري.»

هغه دا هم وویل، ځیني شرکتونه چې د تبلیف هوډ لري، باید په مشخص ډول له قانوني لارو اقدام وکړي، که نه ښاروالي به قانوني اقدامات ترسره کړي او هیڅ شکایت به نه منل کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.