کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې په بهر کې د مېشتو افغانانو لپاره د برېښنايي پېژندپاڼې د وېش لګښت، د مېشتېدنې د اسنادو پر بنسټ له ۲۰۰ ډالرو څخه۵۰ تر ۱۵۰ امریکايي ډالرو راټیټ شوی دی.
دې ادارې نن (د تلې لومړۍ نېټه) د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رهبرۍ پلاوي د ریاستالوزراء د عالي مقام له حکم سره سم، په بهر کې مېشتو افغانانو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه په حضوري بڼه د تابعیت پېژندپاڼې د اخیستو بیه د مېشتېدنې د اسنادو پر بنسټ ټیټه کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې په ګاونډیو او منځنۍ اسیا هېوادونو، هند او ترکیه کې د مېشتو افغانانو لپاره د پېژندپاڼې اخیستو بیه له ۲۰۰ څخه ۵۰ امریکايي ډالرو، په عربي، افریقايي هېوادونو او روسیه کې د مېشتو افغانانو لپاره له ۲۰۰ څخه ۷۰ امریکايي ډالرو او په اروپايي هېوادونو، د امریکا متحده ایالتونو، کاناډا او اسټرالیا کې د مېشتو افغانانو لپاره د تذکرې اخیستو بیه له ۲۰۰ څخه ۱۵۰ امریکايي ډالرو ته راټیټه شوې ده.
سرچینې لیکلي چې دغه بیې په بهر کې د هغو مېشتو افغانانو لپاره د پلې کېدو وړ دي چې د مېشتېدنې د اسنادو پر بنسټ په حضوري ډول د پېژندپاڼې ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP