کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سرمشریزې څنډه کې د غزه د جګړې پای ته رسولو په اړه د یو شمېر اسلامي هېوادونو له مشرانو سره وګوري.
اکسیوس خبري اژانس د دوو عربي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دې ناستې ته د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، مصر، اردن او ترکیې مشران بلل شوي دي.
د راپور له مخې، تمه ده عرب مشران له ټرمپه وغواړي چې پر نتانیاهو فشار راوړي څو په غزه کې جګړه پای ته ورسوي او د لوېدیځې غاړې د ځینو سیمو له یوځای کولو ډډه وکړي.
سرچینې دغه راز زیاته کړې چې ټرمپ په به په دې ورځ د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، عمان، بحرین او کويټ په ګډون د فارس خلیج د څو هېوادونو له مشرانو سره ځانګړې لیدنې ولري.
په راپور کې راغلي، د دې ناسته یوه مهمه موضوع به په قطر کې د حماس پر مشرانو د اسرائیل د برید په اړه د فارس خلیج د هېوادونو اندېښنه وي او عربي چارواکي وايي چې د فارس خلیج هېوادونه غواړي څو د دغه ډول بریدونو د نه تکرار په تړاو د ټرمپ له دولته ضمانت واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د الجزیرې د راپور له مخې، د فرانسې په ګډون د شپږو هېوادونو مشرانو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع (UNGA) له کلنۍ ناستې مخکې په لوړه کچه یوه غونډه کې د فلسطین دولت په رسميت وپېژاند.
د فرانسې ترڅنګ اندورا، بلجیم، لوکزامبورګ، مالت او موناکو هېوادونو هم د فلسطین د رسمیت پېژندلو اعلان کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې برېتانیا، کاناډا او اسټرالیا هېوادونو هم فلسطین په رسمیت پېژندلی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP