Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ اسیا جام دویم پړاو سیالۍ؛ نن د هند او بنګله‌دېش ترمنځ لوبه کېږي

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې تېره شپه پاکستان د سریلانکا لوبډلې ته ماته ورکړه او نن د بنګله‌دېش او هند ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اوریزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي چې د دغو سیالیو څلورو غوره لوبډلو پړاو کې تېره شپه د پاکستان او سریلانکا لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

په دې لوبه کې د سریلانکا لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډې وکړې.

پاکستان لوبډلې ورکړل شوی هدف په اتلسم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د پنځو وېکټو په توپیر یې سریلانکا ته ماته ورکړه.

همدارنګه د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې به نن د هند او بنګله‌دېش لوبډلو ترمنځ لوبه د افغانستان پر وخت ماښام اووه بجې پیل شي.

د یادونې ده، د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو له ۹م سپټمبر راهیسې په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې چې په‌کې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه اخیستې، او د دغه سیالیو پای لوبه به د روانې میلادي میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.