شبرغان (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۴): شبرغان ښار کې یوه کروندګره سایره چې د «کرنیز کوپراتیف» په جوړولو سره یې څه باندې ۲۰۰ ښځو ته د کار او عاید زمینه برابره کړې، له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د نوو کرنیزو مهارتونو د زدهکړې پروګرامونو د پیل له لارې په دې برخه کې د فعالو مېرمنو ملاتړ وکړي.
سایره چې د شپږو اولادونو مور او د شبرغان ښار د «قوره» کلي اوسېدونکې ده، څه باندې ۱۶ کاله کېږي د کرنې او مالدارۍ برخه کې فعالیت کوي.
نوموړې پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه بېسواده یم او د بېوزلۍ او کلتوري محدودیتونو له امله مې ونه شو کولای ښوونځي ته ولاړه شم او درس ولولم. ډېره هیله مې درلوده چې درس ووایم او ښوونکې شم خو د اقتصادي ستونزو له امله اړ شوم چې کرنې ته مخه او د کورنۍ نفقه برابره کړم.»
هغې زیاته کړه، خپل کار یې د کورنۍ باغچې له جوړولو پیل کړ، په باغچه کې یې بېلابېل ډول ترکاري لکه بادرنګ، رومي بانجان، تور بانجان او بامیه کرل او پلورل او وروسته یې ورو ورو د پنبې کرنې ته مخه کړه او خپل کار یې پراخ کړ.
سایرې پر څلور جریب ځمکه پنبه کرلې او خاوند یې ورسره په دې برخه کې مرسته کوي او له کورنۍ باغچو هم ښه حاصلات ترلاسه کوي.
سایره وايي، د پنبې کرنې برخه کې یې څو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې او تازه یې د ښځو لپاره یو کرنیز کوپراتیف هم جوړ کړی دی.
د نوموړې په خبره، دغه کوپراتیف یې د ۲۳۱ زره افغانیو په پانګه جوړ کړی چې اوس مهال پهکې ۲۳۱ ښځې د بڼوالۍ، مالدارۍ (د لبنیاتو تولید) او کرنې په بېلابېلو برخو کې په کار بوختې دي.
سایره وایي، د کوپراتیف د جوړېدو اساسي موخه د کلي د نورو ښځو لپاره د کار او عاید زمینه برابرول دي.
نوموړې د کوپراتیف د فعالیتونو په اړه وویل، په دغه کوپراتیف کې د کورنیو بڼوڼو پراختیا، د شيدو غواګانو ساتنه او د اړینو کرنیزو محصولاتو کرل شامل دي؛ هغې زیاته کړه چې دغه پروګرام نه یوازې په دې برخه کې د کارکوونکو مېرمنو عاید زیاتوي، بلکې د سیمې اقتصاد پیاوړي کولو، د خوړو خوندیتوب او د کلي په اقتصادي فعالیتونو کې یې د ښځو د ونډې ډېرولو برخه کې اغېزناکه مرسته کړې ده.
هغې د کرنې له وزارت او مرسته کوونکو بنسټونو وغوښتل چې د کرنې د نوې ټکنالوجۍ، د محصولاتو د پروسس او بازارموندنې برخو کې د ښځو لپاره روزنیز پروګرامونه پیل کړي.
هغې زیاته کړه: «زه او د کلي ښځې د کرنې له نوو طریقو بېخبره یو او تر اوسه هيڅ منظم روزنیز پروګرام راته نه دی ترسره شوی، دا زموږ د کار برخه کې یوه لویه ستونزه ده.»
حسینه چې د شبرغان د «قوره» کلي بله کروندګره ده، د خپلو تجربو په اړه وایي: «اته کاله کېږي چې د کرنې برخه کې په بېلابېلو فعالیتونو بوخته یم. هر کال د خاوند او زوی په مرسته پر خپله ځمکه کنجد، غنم، زعفران او ترکاري کرم. له نېکه مرغه هر کال ښه حاصلات ترلاسه کوو.»
هغې د دغه کوپراتیف جوړول وستایل او زیاته یې کړه: «د کوپراتیف په همکارۍ مې وکولای شول اصلاح شوي تخمونه او لازم وسایل ترلاسه کړم او اوس مې محصولات د مخکې په نسبت زیات شوي دي.»
هغه وايي چې له خاوند سره یې په ځمکو کې د کار ترڅتګ، د کور په انګړ کې کورنۍ باغچه هم لري چې پیاز، ګشنیز او بیامیه پهکې کري.
هغې هم کروندګرو ښځو ته د عصري کرنې برخه کې د روزنیزو پروګرامونو جوړولو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې، ګلثوم چې د مالدارۍ، بڼوالۍ او کورنۍ باغچې برخو کې شپږ کلنه تجربه لري، وايي: «موږ هر کال وزې او غواګانې ساتو، له شیدو یې مستې، قیماق او پنیر جوړوو او په بازار کې یې پلورو، ډنګر مالونه اخلو، ساتو یې او کله چې ښه چاغ شي په بازار کې یې پلورو. له دې لارې زموږ عواید دوه برابره کېږي.»
ګلثوم د مالدراۍ ترڅنګ کورنۍ باغچه هم لري چې سبزیجات پهکې کري.
هغې زیاته کړه: «د یوې موسسې له لوري له موږ سره د تاکونو مرسته وشوه او د انګورو باغ هم لرو چې په باغ کې مې له خاوند سره کار کوم، کله چې انګور پخېږي، راټولوو یې او یوه اندازه یې ممیز کوو.»
هغې هم د دې غوښتنه وکړه چې کرنې وزارت باید کروندګرو ښځو ته د عصري کرنې او څاڅکي اوبو لګولو سیسټم په اړه روزنیز پروګرامونه جوړ کړي څو وکولای شي خپل کاروبار ته وده ورکړي او ښه حاصلات ترلاسه کړي.
بلخوا، په جوزجان کې د کرنې برخې کارپوه جواد مرزام پژواک خبري اژانس ته وویل چې په جوزجان کې کلیوالي ښځې نه یوازې په کورنۍ، بلکې په ټولنه کې هم بسټیزو رول لري او د کرنې پر برخه کې د دوی شتون بېساري دی.
د هغه په خبره، په دغه ولایت کې د ځمکې له برابرولو او د تخم له کرلو نیولې باید د کښتونو په اوبه کولو کې ښځې فعاله ونډه لري او په ډېری کلیو کې ښځو د خپلو دودیزو وړتیاوو او تجربو په کارولو سره د کرنې ډېرو اغېزناکو لارو چارو ته مخه کړې چې هم د تولید په زیاتېدو او هم د محصولاتو د کیفیت په ښه کولو کې مرسته کوي.
هغه زیاته کړه: «له اقتصادي اړخه هم د ښځو کار او هڅې د کورنیو پر ژوند مستقیم اغېز لري. د ډېری کورنیو ژوند په ځمکو کې د ښځو د کار کولو په عوایدو پورې تړلی دی او له همدې امله کولای شو ووایو چې کلیوالي ښځې د کورنۍ د اقتصاد او محلي ټولنې پټې او پیاوړې ستنې دي.»
هغه وايي، د کرنې او مالدارۍ پر خه کې د ښځو د کار اغېزناکوالي ته په پام باید هغوی ته روزنیز پروګرامونه جوړ شي.
ورته وخت کې، د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ذبیحالله خیراندېش وايي: «موږ په راتلونکي کې غواړو چې کروندګرو ښځو ته د ملاتړ نور روزنیز پروګرامونه هم جوړ کړو څو د کرنې په پراختیا او ځايي اقتصاد کې د هغوی ونډه زیاته شي.»
هغه د کرنې ریاست له لوري د کروندګرو ښځو د ظرفیت لوړولو لپاره د پروګرامونو په اړه وویل: «موږ د بزګرو ښځو د پیاوړتیا برخه کې پرلهپسې اقدامات کړي دي. له همکارو موسسو سره مو په شبرغان ښار او د ولسوالیو په اطرافي سیمو کې ۲۵۰ ګلخانې جوړې کړې دي چې د کاري فرصتونو برابرېدو او د کورنیو په اقتصاد کې مرسته کوي.»
هغه زیاته کړه چې په جوزجان کې د ګلخانو، مرخېړیو، زعفرانو او نورو کرنیزو برخو کې ۵۰۰ ښځې پر فعالیت بوختې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP