Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

میدان‌ښار (پژواک، ۳ تلې ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د میدان‌وردګو د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښې د سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لويه لار د اوتړو او شيخ‌اباد په سيمو کې شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې لومړۍ پېښه د شنیز درې اړوند د اوتړو په سيمه کې د ټېلر او پاسو موټرو د ټکر له امله شوې چې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې لیکلي چې دویمه پېښه د شیخ‌اباد په سیمه کې د یوه کرولا موټر چپه کېدو له امله شوې ده چې پنځه کسان په‌کې ټپيان شوي دي.

د یادونې ده، د تېري جمعې له ورځي راهیسي دغه درېیمه ترافیکي پېښه ده چې د دې ولسوالۍ اړوند د کابل – غزني پر لویه لار رامنځته کېږي او له امله یې ۲۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.