Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي: حکومت دې د «دهندرې بند» جوړولو چارې بېرته پیل کړي

میمنه (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۴): د فاریاب ولایت یو شمېر اوسېدونکو د «دهندرې بند» جوړولو چارو پر درېدو اندېښنه ښيي او له حکومته غوښتنه کوي څو د دغه بند جوړولو چارې بېرته پیل کړي؛ ورته مهال، سلګونه کسانو د دغه بند چارو پیلېدو لپاره د مالي ملاتړ اعلان کړی دی.

ورته مهال، د فاریاب ځايي مسوولین د دهندرې بند جوړېدو چارو د بیا پیل لپاره د خلکو د پرېکړې او ملاتړ هرکلی کړی او وايي، موضوع یې له ریاست‌الوزرا او د اسلامي امارت له رهبرۍ سره شریکه کړې او د خلکو د غوښتونو او وړاندیزونو عملي کېدو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د دهندرې بند د افغانستان یو له پنځو لویو بندونو شمېرل کېږي چې ۶۷ متره لوړوالی لري او څه باندې ۲۰ میلیون مترمکعب اوبه په کې ذخیره کېږي چې په بشپړېدو به یې شاوخوا ۴ زره هکټار کرنیزه ځمکه خړوبه شي او یونیم مېګاواټه برېښنا به تولید کړي. د دغه بند د جوړېدو چارې شاوخوا پنځه کاله مخکې د څه باندې ۳۷ میلیون ډالرو په لګښت پیل شوې خو له څه مودې وروسته یې چارې بېرته په ټپه ودرېدې.

د فاریاب اوسېدونکي د یاد بند جوړولو چارو پر درېدو اندېښمن دي، له همدې امله نن (چهارشنبه، د تلې ۲مه) د میمنې ښار په عیدګاه جومات کې ولسي ناسته جوړه شوې وه چې په‌کې د دې موضوع په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د میمنې ښار یوه ځوان روح‌الله ایماق پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې له بېلابېلو قشرونه یوه ۱۵ کسيزه کمېټه جوړه او دې کمېټې د ملاتړ طرحه او د دهندرې بند د چارو پیلېدو لپاره له خلکو د مالي مرستې ټولولو څرنګوالي موضوعات د فاریاب له والي سره شریک کړل.

هغه وویل چې د دهندرې بند شاوخوا لس کاله مخکې د ۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت په قرارداد ورکړل شوی و، خو تر اوسه یې جوړېدل د خلکو لپاره په یوه خوب بدل شوی دی. هغه هیله‌من دی چې حکومت دې مهمې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او د جوړېدو چارې یې بیا پیل کړي.

ورته مهال، د یاد ولایت د پښتون‌کوټ ولسوالۍ د «سبز» سیمې یو دیني عالم مولوي ګل‌احمد وايي چې د اوبو کمښت خلک دې ته اړ کړل څو سره راټول شي، له یو بل سره سلا وکړي او له حکومت سره په ګډه د دهندرې بند د پاتې چارو پيلېدو او بشپړېدو لپاره اقدام وکړي.

هغه وویل، که اسلامي امارت د دهندرې بند جوړول د خپلو پراختیايي پروګرامونو په لومړیتوبونو کې شامل کړي، خلک چمتو دي چې د مالي او بشري ځواک له اړخه له حکومت سره همکاري وکړي.

دغه‌راز، د میمنې ښار بل اوسېدونکی انجنیر امان امین وايي، د دهندرې بند چې د تېر حکومت پر مهال شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوی و، یو شمېر مقدماتي کارونه یې لکه سروې، ډيزاین، براورد او کیندنې یې ترسره شوي، خو په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یې چارې په ټپه ودرېدې.

امین وویل چې د دهندرې بند د فاریاب ولایت اوسېدونکو لپاره یو مهم او حیاتي بند دی او قراردادي شرکت چمتو دی چې د جوړولو کار ته یې دوام ورکړي، یوازې اړتیا ده چې اسلامي امارت قراردادي شرکت ته د اړتیا وړ بودجه ورکړي څو چارې یې پیل شي.

د فاریاب ولایت یو قومي مشر استاد عبدالقدوس قلیچ چې د ولسي ناستې مشري یې کوله وايي چې د فاریاب څه باندې زر تنه ځوانانو، سوداګرو، صرافانو، رسنیزو فعالانو، ګذر وکیلانو، کسبه‌کارانو او اوسېدونکو د «د اوبو بندونه، د فاریاب د خلکو د ژوند هیله» په‌نوم د واټساپ یوه ډله جوړه کړې چې له لارې یې د دهندرې او المار بندونو په اړه د حکومت له پروګرامونو خپل مادي او معنوي ملاتړ څرګند کړی دی.

بلخوا، د فاریاب د اوبو او انرژۍ رییس مولوي محي‌الدين مبارز په دې برخه کې د خلکو د اقدام هرکلی وکړ ویې ویل چې د دهندرې بند په فاریاب کې یو له مهمو او حیاتي پروژو ګڼل کېږي، په داسې شرایطو کې چې د ځمکې لاندې اوبه تر سلو مترو ژورې تللې او خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي، د دغه بند جوړول ډېر مهم او ضروري دي.

مبارز زیاته کړه، دغه ولسي کمېټه باید روښانه کړي چې د بند د جوړېدو لپاره له اړینې بودجې څخه څومره اندازه برابرولی شي څو د هغې له مخې حکومت د پاتې بودجې د برابرولو لپاره ارزونه وکړي.

نوموړي دغه‌راز وویل، په داسې حال کې چې د مرکزي چارواکو له لوري د خلکو د مالي مرستې طرحه ومنل شي، وروسته به د خلکو او دولتي مسوولینو یوه ګډه کمېټه جوړه شي او مرستې به په یوه ځانګړي بانکي حساب کې مدیریت کړي.

ورته مهال، د فاریاب والي مولوي عبدالاحد فضلي د دهندرې بند د جوړېدو لپاره د خلکو له پریکړې او د مالي مرستې له طرحې هرکلی وکړ او ویې ویل، خوښ دی چې د دغه ولایت بااحساسه او باهمته خلک د هېواد د آبادۍ او پراختیا لپاره له حکومت سره د همکارۍ او ملاتړ اعلان کوي.

د فاریاب والي پژواک ته وویل چې نوموړی به د دهندرې بند د جوړېدو په اړه د خلکو د مالي همکاریو پیغام او طرحه ریاست‌الوزرا او په ځانګړي ډول د اسلامي امارت مشر ته ورسوي او د دې پروژې د عملي کېدو او د چارو پیلېدو لپاره به هر اړخیزې هلې ‌ځلې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.