Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورستان کې د سړک جوړولو پر مهال د ډبرو ښویېدو پېښه کې دوه کارګر مړه شوي

پارون (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۴): د نورستان سیمه‌ییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د سړک جوړولو پر مهال د ډبرو ښویېدو له امله دوو کارګرو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.

د نورستان ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د نورستان – کونړ پر لویه لار په چتراس سیمه کې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، پېښه هغه مهال شوې چې کارګر د یوه استنادي دېوال پر جوړولو بوخت وو چې له پاسه پرې ډبرې راښویېدلې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د نورستان ولایت مقام لیکلي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.