کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۴): د عدلیې وزارت وایي چې د تعرفې د هیئت قانون د اسلامي امارت مشرتابه له خوا توشيح او په رسمي جریده کې خپور شو چې پر بنسټ یې دغه هیئت د افغانستان اقتصادي شرایطو له په پام کې نیولو سره پر سوداګریزو مالونو د ګمرکي او موسمي تعرفو د تعیین، د اغېزمنتوب څېړنه او د بدلون مسوولیت پر غاړه لري.
د عدلیې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د دغه وزارت د تعرفې د هیئت قانون د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا له توشيح وروسته په ۱۴۷۵ ګڼه رسمي جریده کې خپور شو. پّ دغه قانون کې یوه مقدمه، درې بابونه، دوه فصلونه او ۲۱ مادې شاملې دي او د تطبیق مرجع یې د اسلامي امارت د مالیې وزارت دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یاد قانون کې د تعرفې هیئت د ماليې وزیر په مشرۍ او د صنعت او سوداګرۍ، کرنې، کانونو، اقتصاد، د عامې روغتیا وزیرانو، د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت باصلاحیته استازي، د نورم او سټنډرډ، د استخباراتو لوی ریاست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د صنایعو او کانونو خونې او د کرنې او مالدارۍ رییسانو په عضویت ټاکل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې دغه هیئت د افغانستان د اقتصادي شرایطو له په پام کې نیولو سره پر سوداګریزو مالونو د ګمرکي او موسمي تعرفو د تعیین، د اغېزمنتوب بررسي او د بدلون مسوولیت پر غاړه لري.
دغهراز، د ترجیحي تعرفو، د صادراتي او وارداتي مالونو د خلاصون او بندیز او یا د هېوادونو یا فابریکو له ډامپنګ څخه د مخنیوي په اړه پرېکړې د یاد هیئت له صلاحیتونو څخه دي.
عدلیې وزارت وایي چې په دغه قانون کې د مالونو د تعرفو د بدلون پړاوونه، د صادراتو او وارداتو خلاصون او بندیز، د هیئت د پرېکړو تطبیق او د هغو څارنه، د پرېکړو محدودیتونه، د تعرفوي پرېکړو معیارونه او د ګمرکي تعرفې قانوني ارجحیت هم بیان شوي دي.
د خپرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې په ۱۴۷۵ ګڼه جریده کې د کندهار ښار عینو مېنې د ښارګوټي په شمال ختیځ کې د عمومي هدیرې لپاره د ۲۰۰۰ جریب په مساحت د یوې قطعې امارتي ځمکې د وقف په هکله د اسلامي امارت مشرتابه فرمان هم چاپ او خپور شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP