Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې یو کس د خپل خسر له خوا په ډزو وژل شوی

کندهار (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۴): کندهار کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې یو کس د خپل خسر له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د کندهار د سپین‌بولدک د اطلاعاتو امر حافظ حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ (چهارشنبه) د دې ولسوالۍ د شهید بازار سیمه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې مقتول د پاپړو کاروبار کاوه.

د نوموړي په خبره، قاتل نیول شوی او ادعا یې کړې چې تېر کال یې زوم خپله مېرمن چې د ده لور کېده وژلې وه، نو ځکه یې هغه وواژه.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، دواړه کورنۍ د اروزګان ولایت اوسېدونکي دي، خو اوس په سپین‌بولدک کې ژوند کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.