غزنيښار (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۴): د غزني د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي چې د دغه ولایت په اببند ولسوالۍ کې د نږدې ۱۵۸ میلیون افغانیو په لګښت ۹۸ بېلابېلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پروژو د پرانیستې پر مهال د غزني د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي محمدقاسم امیني وویل، په یادو پروژو کې د کارېزونو پاکول، د سړکونو، د اوبو رسولو کانالونو، د استنادي دېوالونو، ویالو، پلونو، پلچکونو او د پاکو اوبو رسولو یوې شبکې جوړول او ترمیم شامل دي.
هغه زیاته کړه چې یادې پروژې د اببند ولسوالۍ په ۸۷ کلیو کې پلې شوې او شاوخوا ۱۵۸ میلیون افغان لګښت پرې راغلی چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS) له لوري ورکړل شوی دی.
د نوموړي په خبره، د دغو پروژو چارې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې او زرګونو کسانو ته پهکې د کار زمنیه هم برابره شوې وه.
د یادې موسسې ولایتي مسوول نبيالله صافي وویل، دغه موسسه هڅه کوي هغو لرو پرتو سیمو کې پروژې پلې کړي چې له خدمتونو بېبرخې پاتې دي.
د اببند ولسوالۍ یو قومي مشر پایندهخان هم وایي چې د یاد پروژو په بشپړېدو سره د سيمې خلکو ستونزې تر ډېره کمې شوې دي.
هغه دغه راز غوښتنه وکړه چې په دې سيمه کې دې نورې پروژې هم پلې شي.
د یادونې ده، وړمه ورځ هم د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د همدې موسسې له لوري د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۱۷ بېلابېلې پراختیایي پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP