پلعلم (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۴): د لوګر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د امنیتي ځواکونو له نوم او وسایلو د استفادې او غلا په تور درې کسان نیول شوي دي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کسان د لوګر امنیې قوماندانۍ پولیسو د یوه ځانګړي راپور له مخې نیولي دي.
هغه زیاته کړه، نیول شوو کسانو د کابل - لوګر پر لویه لار له درېیو موټرو غلاوې کړې وې او همدارنګه پر دې تورن دي چې د ا.ا د نظامیانو له نوم او نظامي وسایلو یې ګټه اخیستې ده.
انس زیاتوي، یادو کسانو په پکتیا او خوست ولایتونو کې هم له یو شمیر موټرچلوونکو په ناقانونه توګه پيسې اخیستې دي.
نوموړي زیاته کړه، له نیول شوو کسانو لومړنۍ څېړنې پیل شوې او ډېر ژر به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
بلخوا، د کابل- لوګر لویې لارې د یوه باروړونکي موټر چلوونکي قیساحمد په پلعلم ښار کې خبریالانو ته وویل، نیول شوو کسانو د ا.ا نظامیانو په نوم له ده شاوخوا سل زره افغانۍ اخیستې دي.
دغه موټرچلوونکی زیاتوي، یادو کسانو له اوږدې مودې راهیسې له موټرو غیرقانوني پیسې اخیستې او ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونه دې یاد کسان قانون ته وسپاري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP