Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۱ نور ټپیان شوي

شبرغان (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۴): جوزجان کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت اړوند د شبرغان – مزارشریف پر لویه‌ لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان امنیه قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وايي، یاده پېښه پرون له غرمې وروسته شاوخوا ۲ بجې په «قره‌بوین علیا» سیمه کې د یوه سراچه او یو فیلډر موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې دې پېښه کې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د حلیمي په وینا، د یادې پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لورې د جوزجان ۲۰۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو ټپیان روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.