Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان په اړه د چین، ایران، پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۴): د چین، ایران، پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه په څلوراړخیزه ناسته کې ټینګار کړی چې دوی له یوه خپلواک، باثباته، «له تروریزم، جګړې او نشه‌یي توکو څخه د پاک» افغانستان ملاتړ کوي.

د ایران تسنیم اژانس راپور ورکړی چې یاده ناسته په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان د اتیایمې عمومي غونډې په څنډه کې وشوه او په ترڅ کې یې د افغانستان وضعیت په اړه خبرې اترې وشوې.

سرچینې لیکلي چې څلورو لورو د یوه خپلواک، واحد او باثباته، «له تروریزم، جګړې او نشه‌یي توکو څخه د پاک» افغانستان پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دوی د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا، ملاتړ او د دغه هېواد د خلکو د شرایطو ښه کېدو لپاره له افغانستان سره د اقتصادي تعاملاتو د ډېرېدو غوښتنه وکړه.

د یادو هېوادونو استازو دغه‌راز له افغانستان څخه د بشردوستانه ملاتړ د دوام پر ارزښت ټینګار وکړ او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې د افغانستان خلکو لپاره لا ډېرې اضطراري بشري مرستې برابرې کړي.

راپور کې راغلي چې یادو هېوادونو له افغان چارواکو وغوښتل څو له تروریزم سره د مبارزې په موخه د افغانستان نړۍوالو ژمنو پرځای کولو لپاره اغیزناکه، عیني او د څېړنې وړ تدابیر ونیسي.

هغوی دغه‌راز له نړۍوالې ټولنې او مرسته‌کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د نړیوالو مسؤلیتونو او د مسؤلیتونو د وېش اصل له مخې راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ـ په یوه ټاکلي زماني چوکاټ کې او کافي سرچینو سره ـ د وړاندوینې وړ، کافي، منظم او دوامداره مالي ملاتړ او نورې اړینې مرستې برابرې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.