Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ترکیې ۹۲۲ ټنه بشري مرسته افغانستان ته راورسېده

هرات (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۴): د هرات سیمه‌ییز مسوولین وایي، د ترکیې هېواد ۹۲۲ ټنه بشري مرسته چې خوراکي او غیرخوراکي توکي پکې شامل دي، دغه ولایت ته رارسېدلې ده.

دغه بشري مرسته پرون د روزنک اوسپنې پټلۍ په تم‌ځای کې د هرات سیمه‌ییزو چارواکو ته سپارل شوې ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمن ټینګار وکړ چې دا اداره به د ترکیې یادې مرستې په شفافه او عادلانه توګه د هېواد په کچه اړمنو او زیانمنو کورنیو ته ووېشي.

افغانستان کې د ترکیې سفیر جنګ اونال د یادو مرستو د سپارلو په مراسمو کې وویل، د مرستو دغه محموله چې ۹۲۲ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکې پکې شامل دي، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته استول شوې او ترکیه به د سختو شرایطو پر مهال تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړه وي.

دغه‌راز، د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو د نړۍوال فدراسیون مرستیال احمد سلیمان د افغاني سرې میاشتې هڅو او د ترکیې مرستو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دوی به د افغاني سرې میاشتې له لارې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ورته مهال، هرات کې د ترکیې سرکنسول سینان الهان له افغانستان سره د ترکیې د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.