Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: اجازه نه ورکوم چې اسرائیل لوېديځه غاړه له ځان سره ضمیمه کړي

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اجازه به ور نه کړي چې د فلسطین لوېدیځه غاړه له اسرائیل سره ضمیمه شي.

الجزیرې ټلوېزیون نن په یوه راپور کې لیکلي چې د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، اسرائیل نه شي کولی چې «نیول شوې» لوېدیځه غاړه له ځان سره یو ځای کړي.

هغه ویلي: «زه به اسراییلو ته اجازه ورنکړم چې لوېدیځه غاړه ضمیمه کړي، نه به زه دا اجازه ورکړم چې داسې څه پېښ شي.»

په راپور کې راغلي چې ټرمپ د «اشغال شوې» لوېدیځې غاړې د احتمالي یو ځای کولو د مخنیوي لپاره د کومو اقداماتو په اړه جزییات وړاندې نه کړل.

د راپورونو له مخې، اسرائيل په ۱۹۶۷کال کې کې لوېدیځه غاړه اشغال کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.