Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ځدراڼ: کابل کې د یوه ډاکټر پر قتل تورن کس ونیول شو

کابل (پژواک، ۴ تلې ۱۴۰۴): د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، د اتمې امنیتي حوزې پولیسو هغه کس نیولی چې شاوخوا یونیم کال مخکې د یوه ډاکټر پر قتل تورن و او له پېښې وروسته ایران ته تښتېدلی و.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران دغه څرګندونې پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

هغه لیکلي چې تورن کس له یوه بل کس سره یو ځای – چې تر دې مخکې نیول شوی و – پر ډاکټر عبدالغفار همدرد ‎ ډزې کړې وې.

ځدران زیاته کړې، د نیول شوي کس دوسیه یې له ټولو شته اسنادو سره یو ځای عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلې ده.

د راپورونو له مخې، ډاکټر عبدالغفار همدرد چې د کابل د طبي پوهنتون د طبي تحصیلاتو د پراختيا رییس په توګه یې هم دنده ترسره کوله، د ۱۴۰۲ کال د مرغومي په شپږمه د کابل په کارته‌نو سیمه کې د خپل کتنځای مخ ته  وژل شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.