Language

خیبرپښتونخوا کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا په دېره اسماعیل خان سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱  کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان جیونیوز ټلوېزیون نن په یوه راپور کې لیکلي چې دغه پېښه د یوې لارې چپه کېدو له امله شوې ده.

د سرچینې په وینا، دغه موټر له خانوزۍ سیمې څخه دېره اسماعیل خان ته روانه و.

راپور کې راغلي چې په دغه پېښه کې ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاده پېښه د موټر د تخنیکي ستونزې له امله ‎ رامنځته شوې ده.