Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

خوست‌ښار (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۴): خوست کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو.

دغه نندارتون چې د يوه خصوصي شرکت په همکارۍ جوړ شوی، په شاوخوا پنځوسو غرفو کې یې بېلابېل کورني توليدات او محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.

د دغه شرکت مسوول ذبيح الله احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نندارتون کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه: «دا مختلفې ګټې لري، يو خو که کوم صنعت چې نماينده‌ګۍ يې په کومو ولايتونو کې وي او خلک يې له توليده خبر نه وي، نو دغه نندارتونونه دي چې توليداتو ته مخه کوي او خلکو ته يې ښيي.»

بل پلو، د يو شمېر توليدي کارخونو مسوولين او سوداګر کورنيو توليداتو ته د بازارموندنې لپاره دا ډول نندارتونونه ګټور بولي.

د خوست یوه سوداګر نصیر اخترزي له مسوولینو وغوښتل څو د کورنيو تولیداتو لپاره په بهرنیو هېوادونو کې هم بازارموندنه او د انتقال پروسه کې له دوی سره همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه: «نندارتونونه باید په افغانستان کې ډېر جوړ شي څو سوداګر وهڅېږي چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او بل له دولته زموږ دا غوښتنه ده چې ترانزیټي لارې خلاصې کړي.»

یو بل سوداګر جهان‌ګل همت پژواک ته وویل دغه ډول نندارتونونه کولای شي چې د صنعت‌کارانو تولیدات نور هم معیاري کړي او ترڅنګ یې نړۍوال مارکېټ ته صادر کړي.

هغه وايي: «په دې کې خو یوه ګټه دا ده چې داخلي تولید معیاري حالت غوره کوي او کومې نیمګړتیاوې چې دي هغه په کې حل کېږي او بل د بازارموندنې لپاره یوه ښه موقع ده.»

د دغه نندارتون جوړوونکو په وينا، په تېرو اوو مياشتو کې يې د کورنيو توليداتو دا ډول شاوخوا لس نندارتونونه جوړ کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.