Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې د اردو لیکو ته د ۴۰۰ کسانو جذب

پاراخ (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۴): د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر اعلان کړی چې په دغه ولایت کې ۴۰۰ ځوانان د اردو لیکو ته جذب شوي او د ګومارنې د لومړنیو پړاوو تر بشپړېدو وروسته د پنځه‌میاشتنیو نظامي زده‌کړو لپاره د کابل تعلیمي مرکز ته لېږل کېږي.

د پنجشېر د ولایت مقام رسنیز دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ۴۰۰ کسان به د یادې ښوونیزې دورې له بشپړولو وروسته د دفاع وزارت په جزوتامونو کې پر دندو وګومارل شي.

یاد دفتر لیکلي: «دغه بهیر د پنجشېر د خلکو د غوښتنې، د ولایت د رهبري د هڅو او د ملي دفاع وزارت په همکارۍ پیل شوی او موخه یې د کاري فرصتونو او د اسلامي اردو لیکو کې د خدمت زمینې برابرېدل دي.»

سرچینه زیاتوي چې مخکې له دې هم د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د یاد ولایت څه باندې ۱۵۰۰ ځوانان د اردو او پولیسو لیکو ته جذب شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.