Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۵ تلي ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د مرکز او ولسواليو په کچه د والیبال ملي فدراسیون له لوري د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې.

غزني کې د ورزش او بدني روزنې امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سیالۍ ‎ ورزش ته د ودې ورکولو او د ځوانانو ترمنځ د یووالي رامنځته کېدو په موخه پيل شوې او یوه میاشت به دوام وکړي.

‎هغه زیاته کړه، د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې خواجه‌عمري لوبډلې خپلې سیالې اتحاد قلغه‌نو لوبډلې ته د ۴/۲ میدانونو په توپير ماته ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

ورته مهال، هغه لوبغاړي چې په دې سیالیو کې یې برخه اخیستې وايي، مسوولین باید د ورزشکارانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

یوه لوبغاړي عبدالفتاح د بدني روزنې او ورزش له ادارې مننه وکړه چې دوی ته يې د تفريح زمينه برابره کړې او غوښتنه کوي چې والیبال فدراسیون دې په غزني کې لوبغاړو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه پيل، معیاري لوبغالي دې جوړ او نورو اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ دي د دغو سياليو غوره لوبغاړو ته په ولايتي او ملي لوبډله کې د لوبو زمينه برابره کړي.

دیادونې ده، درې ورځي مخکې د رزمي ورزشونو فدراسیون له‌ لوري د غزني په کوربه‌توب د کابل، زابل او هرات د څلورو ولایتونو د هوشارافو سبک د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.