غزنښار (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۴): د غزني سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند ساحه کې د کابل ـ کندهار د غځېدلي عمومي سړک د څنډو جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني د والي ویاند مولوي عزتالله سعیدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پروژه د دغه سړک د پراخېدو، مسافرو ته د اسانتیاوو برابرېدو او د ترافیکي پېښو کمېدو په موخه عملي کېږي.
هغه زیاته کړه چې د غزني د مرکز اړوند ساحه کې د اسفندې له سیمې بیا د میدانوردګو تر عزیز کلا پورې د غځېدلي یاد سړک دواړه غاړې به چې تر اوسه نیمه خامې پاتې وې، د شپږو میاشتو په موده په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.
د هغه په خبره، په دې پروژه کې د ۲۸ کیلومتره سړک د دواړو غاړو چې هره غاړه یې یونیم متر سور لري، رغول شامل دي چې د ټولګټو وزارت له خوا د ۵۳ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي.
نوموړی ډاډ ورکوي چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به مرګوني ترافیکي پېښې تر ډېره راکمې شي.
ورته مهال، د لویې لارې موټرچلونکي او مسافر د ټولګټو وزارت له دغه اقدام خوښ دي او وایي، د سړک تنګوالی د پېښو لامل کېږي، خو اوس هیله لري چې له دغو دردناکو پېښو به خلاص شي.
له ډلې یې یوه چلوونکي محمدامین پژواک ته وویل، هیله لري چې دا پروژه به د پېښو په کمېدو کې مرسته وکړي.
نوموړی له چارواکو وغوښتل چې کارونه یې په معیاري او باکیفیته ډول ترسره شي.
د یادونې ده، د دې لارې د لومړي پړاو چارې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې د غزني او مقر ولسوالیو ترمنځ د نږدې سل کیلومتره په اوږدوالي د ۲۰۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP