کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، غزه کې د اسرائیلو د تېرې ورځې بریدونو کې ۹۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
الجزیرې په یوه راپور کې ویلي چې پرون شنبې ورځ غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، غزه کې د اسرائیلو د بریدونو له پيله راهیسې تر ۶۵ زره ډېرو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۶۵۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ویلي، د منځني ختیځ له هېوادونو سره د غزې په اړه جدي خبرې اترې روانې دي چې هم حماس غورځنګ او هم اسرائیل له دې خبر دي، او دغه خبرې به د هوکړې تر رسېدو دوام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP