غزنيښار (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۴): غزني کې روغتيايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د روغتیا نړۍوال سازمان په ملاتړ د شري ناروغۍ د واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.
د غزني د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت عمومي مدیر ډاکټر بصیراحمد ثابت وویل، د شري ناروغۍ د واکسین د تطبیق په دغه لس ورځني کمپاین کې به چې نن د روغتیا نړۍوال سازمان په مالي ملاتړل د دغه ولایت د مرکز په ګډون ۱۸ ولسوالیو کې پیل شو، له نهو میاشتني پورته تر لس کلنو پورې ۷۰۰ زره ماشومان واکسین شي.
هغه زیاته کړه چې د تېري یوې میاشتي په اوږدو کې په دغه ولایت کې د دې ناروغۍ له امله پنځو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي په خبره: «که څه هم اوس د دې ناروغۍ د خپرېدو کچه تر پخوا کمه شوې، خو د دې لپاره چې په راتلونکي کې خپره نه شي، د واکسین کمپاین یې پیل کړی دی.»
دغهراز، غزني کې د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) ولایتي مسوول ډاکټر حسن وویل، د عامي روغتیا له وزارت سره په همغږۍ په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ د واکسین د تطبیق لس ورځنی کمپاین پیل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې دغه واکسین به د څه باندې ۲ زره روغتیاپالانو له خوا تطبیق شي.
د نوموړي په خبره، د سږ کال په اوږدو کې په غزني کې د شري ناروغي زیاته شوې او زیاتوي چې په یوه میاشت کې د غزني په مرکز او ولسوالیو کې د دوی روغتیایي مرکزونو ته پر شري اخته ۱۵۰۰ ناروغانو مراجعه کړې ده.
بلخوا، روغتیاپالان دغه ناروغي مرګونې بولي او له کورنیو غواړي څو خپلو ماشومانو ته د دې ناروغۍ د واکسین تطبیق برخه کې پاملرنه وکړي.
یوه روغتیاپال حکمت دیان پژواک ته وویل، شری یوه ساري ناروغي ده او ډېر ماشومان پرې اخته کېږي، دغه ناروغي د هوا او تنفس له لاري یا د ناروغو کسانو د پرنجي او ټوخي او یا هم د هغوی له اوښکو او لاړو سره د مستقیم تماس له لارې روغو کسانو ته انتقالېږي.
هغه زیاته کړه، تبه، ټوخی، د پزې بهېدل، په ځان بخار پیدا کېدل، د ستوني درد او په خوله کې سپینې لکې د دې ناروغۍ نښې دي.
هغه زياته کړه: «د شري ناروغي خطرناکه ده، که یې درملنه ونه شي، نو د مغزي میکروب ویروس جوړوي او کېدا شي د ناروغ وضعیت لا خراب کړي او د مړینې لامل یې شي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP