Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: اطلاعاتو ته د رسنیو لاسرسی زموږ لومړیتوب دی

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند وایي، دغه وزارت د همغږۍ پروګرامونو او ملي مناظرو جوړولو له لارې اطلاعاتو ته د رسنیو د لاسرسي کچه ښه کړې او د هېواد د ټولو رسنیو ملاتړ کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران نن (د سپټمبر ۲۸مې) په مناسبت چې اطلاعاتو ته د لاسرسي له نړۍوالې ورځې سره سمون لري، په یوه غږیز پیغام کې ویلي: «څرنګه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د رسنیو د ملاتړ یوازېنی سکټوري ادرس دی نو د رسنیو د مشروع حق لاسرسي ته ژمن دی او په دې وروستیو کې یې اطلاعاتو د لاسرسي د ښه والي او د دې برخې د پیاوړتیا لپاره هڅې کړې دي.»

نوموړی زیاتوي، دغه وزارت توانېدلی چې د اسلامي امارت د ادارو ــ هم په مرکز او هم په ولایتونو کې ــ د ویاندویان ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو لپاره پروګرامونه جوړ کړي. د هغه په خبره، دغو پروګرامونو ښې پایلې لرلې او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې یې مثبت اغېز کړی دی؛ د بېلګې په توګه څه موده مخکې له ټول هېواده د خبریالانو په ګډون یوه ملي مناظره جوړه شوه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي ښه والي برخه کې د دغه وزارت د هڅو څرګندونه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.