Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپل کې د اوبو رسولو اووه شبکې جوړېږي

سرپل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۴): سرپل کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز، سوزمه قلعه او سانچارک ولسوالیو کې د یونیسف له خوا د ۵۲ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د اوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.

د سرپل د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس داملا جمعه حقیار د دغو پروژو د پرانیستې پر مهال وویل چې دغه اووه شبکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له لوري د ۵۲ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت په مرکز او سوزمه قلعه او سانچارک ولسوالیو په ۷ کلیو کې جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د دغو شبکو په بشپړېدو سره به د مرکز سرپل په تاش‌ګذر او ګل‌تپه، د سانچارک ولسوالۍ په خانقاه، تغای‌خواجه علیا، بهارک علیا او د سوزمه قلعه ولسوالی په خراسان او قیض‌اباد کلیو کې به ۲۳۰۷ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

خقیار دغه راز وویل، دغه پروژې به له درې تر شپږ میاشتو بشپړې شي او د هرې یوې څاه ژوروالی له ۱۲۰ تر ۱۳۰ مترو دی او د اوبو رسولو سیسټم به یې کور په کور وي.

د سرپل د اقتصاد رییس مولوي سید عبدالبصیر صابري له خلکو وغوښتل چې د یادو شبکو له بشپړېدو وروسته یې ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه: «موږ مسوولیت لرو چې د اوبو په کم مصرف د اوبو ذخیرې ساتلو ته پاملرنه وکړو، د اوبو او باران د اوبو جذبولو لپاره د څاګانو د کیندلو اقدام وکړو.»

د هغه په خبره، د سرپل ډېری ولسوالۍ د اوبو له کمښت سره مخ دي او د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي یوه بوشکه اوبه په ۴۰ افغانیو اخلي.

د سرپل د مرکز اړوند د تاشګذر کلي اوسېدونکي محمدرحیم مرادي وویل: «موږ د اوبو ستونزه له لرو ځایونو د مرکب په وسیله حلوو.»

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.