Language

تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه څه باندې ۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلې

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۴): د صنعت او سواګرۍ وزارت وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارد او ۶۲۶ میلیون امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده.

دغه وزارت نن (دوشنبه، د تلې ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روان ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارد او ۶۲۶ میلیون امریکايي ډالرو ته رسېدلې چې له دې ډلې ۱۳ میلیون ډالر یې صادرات او یو میلیارد او ۶۱۳ میلیون ډالر یې واردات دي.

سرچینې لیکلي چې ایران ته په صادراتي توکو کې سرب، پنبه، سره ممیز، غیرالکولي مشروبات، د سبزیجاتو تخمونه، بادام، کاني ډبرې، پروسس شوې شوکاڼې او کښته شامل دي.

سرچینې دغه‌راز زیاته کړې چې په وارداتي توکو کې ډېزل، پټرول، اوبلن ګاز، د موټرو پرزې، سمنټ، اهن‌چادر، کتان او هګۍ شامل دي.