کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق اعلان کړی چې ایټالیا له دغه صندوق سره دوه میلیون یورو مرسته کړې ده.
د افغانستان ځانګړی اماني صندوق پر اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو لیکلي چې دغه مرسته د ۲،۳ میلیون امریکايي ډالرو معادل ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې یاده مرسته په افغانستان کې د روږدو درملنې او اعتیاد پرېښودو مرکزونو د فعالیت د دوام لپاره ځانګړې شوې ده.
یاد بنسټ زیاته کړې: «ستاسې ملاتړ د هغو کسانو لپاره چې له اعتیاد سره مبارزه کوي، د درملنې او د اعتیاد پرېښودو مرکزونه پرانیستي ساتي او له افغان ښځو او نارینهوو سره مرسته کوي څو خپل ژوند د بیارغونې او روغتیا ساتلو لپاره پیاوړی کړي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP