Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوهنې وزارت: د سید جمال‌الدین افغان نمونوي لېسه به په نږدې راتلونکي کې پرانیستل شي

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۴): د پوهنې وزارت وایي، ‎ ډېر ژر په کابل ښار کې د ممتازو زده‌کوونکو لپاره د سید جمال‌الدین افغان په نوم نوې نمونوي لېسه پرانیستل شي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، دغه لېسه چې د زده‌کړو پر ټولو معیارونو برابره ده، د هېواد د مرکز په ګډون د ټولو لرو پرتو او محرومو سیمو د مستعدو او ممتازه زده‌کوونکو د ښوونې او روزنې لپاره ځانګړې شوې ده.

سرچینه کاږي چې دغه نمونوي ښوونځي ته به د لرو پرتو سیمو د اووم، اتم او نهم ټولګیو مستعد زده‌کوونکي جذب شي.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه لېسه به پر ټولو عصري تجهیزاتو سمبال درسي ټولګي، کمپیوټرلب، لابراتوار، کتابتون، مجهزه لیلیه، خوړنځی او ازاد شین چاپېریال ولري چې تدریسي بهیر به یې د تجربه‌لرونکو او لوړ علمي کادر استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي.

پوهنې وزارت لیکلي، په دې لېسه کې به زده‌کوونکو ته د ښوونیز نصاب ترڅنګ د ساینس او اسلامي زده‌کړو برخو کې ځانګړي تدریسي پروګرامونه هم وړاندې کېږي، څو هغوی د راتلونکي لپاره په لا ښه ډول چمتو شي.

د یادونې ده، اوس‌مهال د سیدجمال‌الدین افغان په نمونوي لېسې ته ۲۰۰ زده‌کوونکي جذب شوي او تمه ده چې دغه شمېر به ډېر ژر ۶۰۰ کسانو ته لوړ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.