فیضاباد (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت وايي، دوه غله چې څو ورځې مخکې یې د بدخشان په مرکز فیضاباد ښار کې له یوه صرافه یو اندازه سره زر او پیسې غلا کړي وو، نیول شوي او غلا شوي سره زر او پیسې خپل اصلي مالک ته سپارل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د بدخشان د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د کشفي عملیاتو په لړ کې د دغه ولایت د مرکز فیضاباد ښار د یوه صراف پیسې او سره زر چې څو ورځې مخکې کور ته د ستنېدو پر مهال ترې غلا شوي وو، کشف او بېرته یې اصلي مالک ته سپارلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په غلا شوو سرو زرو او پیسو کې دوه کیلو او ۶۳۸ ګرامه سره زر، ۲۸ زره او ۳۲۵ امریکايي ډالر، دوه میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍ او زر یورو شامل دي.
سرچینې لیکلي چې د یادې قضیې په تړاو دوه کسان له تومانچې سره نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP