Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عمري: پر کرنه او مالدارۍ تمرکز مو هېواد د خوراکي توکو له اړه ځان بسیاینې ته نږدې کړی

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۴): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر وايي چې د اسلامي امارت له خوا پر کرنه او مالدارۍ تمرکز د دې لامل شوی چې کرنیز محصولاتو ډېر او هېواد د خوراکي توکو له اړخه د ځان‌بسیاینې لور ته ولاړ شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو دري‌دېرشم نندارتون «د افغانستان د کرنې او مالدارۍ برخو کې پانګونه، د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ تر ټولو ډاډمنه لار» تر سرلیک لاندې د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د نندارتون جوړېدو موخه د هېواد د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو معرفي کول وبلل ویې ‌ویل، پر کرنه او مالدارۍ د اسلامي امارت تمرکز د تولیداتو ډېرېدو او د خوراکي توکو له اړخه د ځان بسیاینې لامل شوی دی.

هغه زیاته کړه: «د افغانستان محصولات د کیفیت له پلوه په نړۍواله کچه بې‌ساري او د هېواد طبیعي ظرفیتونه د ډېرو هېوادونو په پرتله غوره دي.»

نوموړي دغه‌راز د سړو خونو پر جوړولو، د څرځایونو پر سروې، د خصوصي پانګونې پر هڅونې او په کال کې تر پنځه میلیون مټریک ټنه پورې د غنمو د تولید زیاتوالي ته اشاره وکړه.

په همدې حال کې، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، امنیت او کرنه د هېواد د پرمختګ دوه بنسټیز عوامل وبلل او له خلکو یې وغوښتل چې د اوبو سرچینو سمې کارونې ته جدي پاملرنه وکړي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني دغه نندارتون د بزګرانو، مالدارانو، خصوصي شرکتونو او خلکو ترمنځ د اړیکو جوړولو ښه فرصت وباله.

همدارنګه د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د کرنې پر میکانیزه کولو او د معاصرو ماشینونو پر برابرولو ټینګار وکړ.

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان سالم، د نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو محصولاتو بازارموندنه او پېژندنه وبلله او ویې ویل چې د افغاني تولیداتو ملاتړ د اقتصادي ودې او د کارموندنې د فرصتونو زمینه برابروي.

د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري، د کورنیو محصولاتو د پېژندنې او بازارموندنې برخو کې د دغه نندارتون ارزښت خورا غوره وباله او د پروسس، بسته‌بندۍ او صادراتو پر معیاري کولو یې ټینګار وکړ.

یاد نندارتون چې درې ورځې به دوام لري او په ۲۶۳ غرفو کې کرنیز محصولات، د مالدارۍ تولیدات او د ښځو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي چې له دې ډلې ۵۶ غرفې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.