Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې څارویو ته د طاعون ناروغۍ واکسین د تطبیق درېیم پړاو کمپاین پیل شو

شبرغان (پژواک، ۱۰ میزان ۱۴۰۴): د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې کوچنیو څارویو ته د طاعون ناروغۍ د واکسین درېیم پړاو کمپاین پیل شوی چې په ترڅ کې به یې په مرکز او ولسوالیو کې ۸۰ زره دوزه واکسین تطبیق شي.

د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او حیواني روغتیا امر ډاکټر سمیع‌الله حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد پروګرام د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف‌اې‌او) په همکارۍ د جوزجان په مرکز او لسو ولسوالیو کې تطبیقېږي.

د هغه په وینا، په یاد کمپاین کې چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي، د جوزجان په مرکز او لسو ولسوالیو کې کوچنیو څارویو ته ۸۰ زره دوزه واکسین تطبیق شي څو د حیواني ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وشي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.