Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د سوک‌وهنې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

میدان‌ښار (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۴): میدان‌وردګو کې ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کچه د سوک‌وهنې دوه ورځنۍ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د میدان‌وردګو د بدني روزنې او ورزش امر ذبیح‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ د بدني روزنې او المپیک امریت او اړوند فدراسیون په همغږۍ د یو شمېر کلبونو ترمنځ په درېیو سني کټګوریو (تنکي ځوانان، ځوانان او لویان) کې ترسره شوې او شاوخوا ۱۱۰ ورزشکارانو په کې ګډون کړی و.

هغه زیاته کړه چې په دې دوه ورځنۍ سیالیو کې له هري کټګورۍ ۱۳ ـ ۱۳ کسان ولایتي لوبډلې ته انتخاب شول.

د نوموړي په خبره چې دغه سیالۍ په دغه ولایت کې د بوکسینګ ورزش ته د ودې ورکولو، د ورزشکارانو ترمنځ د غوره اړیکو رامنځته کېدو او د کلبونو په کچه د غوره لوبغاړو پېژندلو په موخه ترسره شوې.

ورته مهال، د بوکسینګ لوبغاړي د دې سیالیو پر ترسره کېدو خوښي څرګندوي او وایي چې دغه ډول سیالۍ دې نورې هم جوړې شي.

یوه ورزشکار احمدشجاع پژواک ته وویل، خوښ دی چې د ولایت په کچه د لسګونو ورزشکارانو ترمنځ د بوکسینګ دوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

نوموړی ټینګار وکړ چې د بوکسینګ عمومي فدراسیون دې د میدان‌وردګو په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورزشکارانو ظرفیت لوړولو لپاره ورته نورې سیالۍ هم جوړې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.