Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد په ۱۰ ولايتونو کې د سخت ورښت او سېلابونو راتلو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د هېواد په لسو ولايتونو کې د سخت ورښت، برېښنا او تالندې او ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.

یاد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو ليکلي چې د تلې په ۱۱مه او ۱۲مه په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې د سخت ورښت‌، برېښنا او تالندې او ناڅاپي سېلابونو راوتلو احتمال شته.

سرچینه کاږي چې په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي‌مترو اټکل شوې ده.

سرچینې دغه‌راز ويلي چې په سوېل‌ختیځ، مرکزي او لوېدیځ ولایتونو کې د نسبتاً شدیدو بادونو اټکل شوی چې سرعت یې په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۷۵ کیلومتره اټکل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.